کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د یو این ډي پي مسوول رودریګیس سره د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي د لیدنې خبر ورکړی دی.
په دې کتنه کې دواړو لورو د وړو او متوسطو تشبثاتو د ملاتړ، د صنعتي پارکونو د ودې او د فابریکو په جوړولو، په کم پرمختللو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنا د تولید، د تولیدي پروګرامونو له لارې د کارموندنې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو په اړه هوکړه وکړه او دغه راز یې پانګونې ته د پانګوالو لاس رسی، د متشبثینو روزل او د هغوی د محصولاتو بازار موندنه، د دې سکتور لپاره د کوچنیو پورونو او د خصوصي سکټور د بانکدارۍ په اړه خبرې وکړې.
رودریګوز په دې ناسته کې وویل: چمتو دی چې یاد شوي پروګرامونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ پلي کړي.
دواړو لورو پرېکړه وکړه، چې د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه دې یو تخنیکي ټیم پر پروګرامونو کار وکړي.
د پیغام پای/
Your Comment